نړيواله ټولنه بايد دافغانستان له ګټوسره سم عمل وکړي
سلام خان سلام خان

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی  د هند او جرمني له سفره وروسته دسه شنبه په ورځ په کابل کې له خبریالانو سره دخپلو ځرګندونو په طرڅ کی خبریالانو ته وویل، افغانستان او امریکا له یوبل سره د یوه ستراتیژیک تړون په باب په خبرو بوخت دي دافغانستان ولسمشر داڅرګندونی په داسی حال کی وکړې چی تر دی دمخه څینو  امریکایی لوړ پړو چارواکو هم په ډاګه کړی وو چی دامریکا متحده ایالات دافغانستان په دننه کی درواویا ځلورو دائمی نظامی اډو غوښتونکی ده،له هغی جملی ځخه دجنوری دمیاشتی په لمړی اوونی دامریکا یوه سناتور لیندسی ګراهام له امر یکایی چارواکو غوښتنه کړی وو چی باید په افغانستان کی ددائمی نظامی اډو په جوړولو غور وکړي نوموړی همداراز ویلی وو چی په افغانستان کی دنظامی اډو لرل به افغانستان او نژدی ټولی سیمی ته ګتوری وې او دافغانستان فوځی څواکنو ته به دترهګری سره په مبارزه کی مورال ور کړې او پاکستان به دافغانستان په چاروکی دلاسوهنو پرځای وکمک او همکاری ته تشویق کړي.

ولسمشر کرزی هم دغه خبره مني او له واشنګتن سره د یوه ستراتیژیک تړون درلودل د ملک په ګټه بولي . هغه وویل چی له واشنګټن سره په دی باب خبري کوي خو  ملت، حکومت ، ملي شورا او لویه جرګه به هم په دی باب خپل نظر  ورکوي

حامد کرزی ویلی دی چی :له واشنګټن سره مو ستراتیژیکی اړیکي ډيري مهم دي، له امریکا سره داسي اړیکی غواړو چی په افغانستان کی د امن، اقتصادي ودی، او د تاوتریخوالي د ختمیدو او له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو د ختمیدو لامل وګرځي،که چیری دغه تړون لاسلیک شی امریکا به دافغانستان له خلګو سره داوږد مهالو فوځی او اقتصادی مرستو سربیره دالقاعدی او مخالفینو لاس ته ددغه ملک له لویدو مخ نیوی وکړې.

 حامدکرزي له امريکا سره دستراتيژيکي اړيکو دټينګښت په باب ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د غه موافقه بايد ددواړو هيوادونوله گټوسره سمون ولري او په امنيتي او اقتصادي برخو کې دې له موږ سره همکاري وشي او دغه راز افغانستان اجازه نه ورکوي چې له خاوري څخه يې دنورو هيوادونو پرضد استفاده وشي . بلکي غواړي دغه هيواد په سيمه کې دترقي اواقتصادي پرمختګ په څلور لارې بدل شي

تر دی مخکی دځینو بهرنیو سرچينو له قوله امريکايانو مخکی څو ځلې طالبانو ته هم وړانديز کړی و، چې په

افغانستان کې د دايمي پوځي اډو لپاره له دوی سره جوړ جاړی وکړي، خو طالبانو د دوی وړانديز رد کړی ولی

طالبانو په خپله یوی تازه  اعلامیه کی چی دچهار شنبی په ورځ په ځینو رسنیو کی نشر ته سپارله شوی ده ، ویلی چی افغانستان د امریکا لخوا اشغال سوی دی نو ځکه دا ډول تړونونه او موافقې هیڅ قانونی حیثیت نه لری او د هغو شتون د افغانانو د اسلامی او ملی ګټو سره مغایرت لری او هیڅ د منلو وړ نه دي

اعلامیه وایی چی د امریکایی اډو په شتون سره به امریکا زموږ خپلواکي د تل لپاره سلب کړی ، زموږ پر طبیعی زیرمو به خېټه واچوی ، له دې ځایه به د ګاونډو هېوادو د نظامونو په بدلولو کی کار اخلی او هغه به زموږ هېواد د امریکا د شازشونو په اډه سره واړوی په اعلامیه کی راغلی دی چی امریکا ددی هدف دتامین لپاره خپل نژدی عناصر په اصطلاح دټاکنو په ازاد کمیسیون کی دمشرانو دغړو په حیٍث ځای پرځای کړل  تر ځو دامریکا ددائیمی اډو شتون پری منظور کړې.

اعلامیه په پای کی وایی چی موږ به په کلکه د دغسی کړنو سره مقاومات کوو او څنګه چی دا کار د سیمی د هېوادو پر ضد هم دی نو هغوی هم باید د دې کار پر خلاف یو بل ته لاس ورکړی او موږ به د افغانستان تر بشپړ خپلواکۍ پوری خپلی برحقه مبارزې ته دوام ورکوو تر څو د پردیو دغه آرمان خاوری سی

ځینې سیاسی کتونکي په دی نظر دی چی، امریکا غواړي  له افغانستانه خپل پوځیان وباسي خو په دې هیواد کې غالباً په شینډنډ، بګرام او کندهار کې اډې ولري څو په دې وسیله نه یوازې له دې هیواده لوېدیځوالو ته د خطر مخه ونیسي بلکې د سیمه ییزو قدرتونو په وړاندې کلکې مورچې ولري.خو دوی په عین حال کې وايي چې د امریکا له دایمي اډو سره روسیه، چین، ایران او حتی پاکستان مخالف دي

 هغه افغان کارپوهان چې باور لري په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور د افغانستان نه بلکې د سیمې د نورو هیوادونو د کنټرول لپاره دی، وايي چې افغانان باید د دایمي اډو په وړاندې له امریکا څخه د خپل هیواد لپاره د دایمي امتیازونوغوښتنه وکړي او دافغنستان په ګټه ورځینی استفاده وشې دا په دی خاطر چی آمریکا ددوهمی جهانی جګړی وروسته په جرمنی او جاپان کی ددواړو ملکونو دثبات پخاطر هم نظامی اډی جوړی کړی چی تر اوسه پوری په دغه دواړو ملکونوکی شتون لرې.همداراز دنړی په ډیرو نورو هیوادونو لکه جنوبی سعودی عربستان،بحرین،قطر،کویټ،جنوبی کوریا،متحده عربی امارات،فلیپین،عراق او دسی نورو هیوادونوکی نظامی اډی لرې.

دافغانستان ولسمشر المان ته دخپل سفر اودمونيخ په امنيتي کنفرانس کې دخپل گډون په باب دمعلوماتو په وړاندي کولوسره وويل : چې دبريتانيا له صدراعظم ، دامريکا دبهرنيو چارو له وزيرې او دپاکستان داردو له لوي درستيز جنرال اشفاق کياني سره په کتنو کې دنوي هجري لمريز کال دوري له مياشتې څخه دامنيتي مسووليتونو داخيستلو دبهيردپيل اوتر ٢٠١٤ ميلادي کال پورې دهغه دبشپړولو لپاره دافغانستان ددولت دپلان او نظر په باب خبري کړي دي . جمهوررييس ټينګاروکړ چې افغانستان په هرصورت غواړي په ټولو امنيتي ساحو کې دخپلو چارو خاوندشي او دا دافغانستان دخلکو ملي مساله او غوښتنه ده او بايد افغان ځوانان دخپل هيواد دفاع وکړي او زموږ ټولې دولتي اداري او خلک دې بايد ددغې ورځې لپاره تياري ونيسي . جمهوررييس دپي ار ټي د تيمونو دفعاليت په باب وويل چې دمونيخ په کنفرانس کې يې هم په دې باب خبري کړي دي اوڅرگنده يې کړه دپي آر ټي فعاليت چې په حقيقت کې دافغانستان له حکومت سره موازي جوړښتونه دي بايد کرارکرار پاى ته ورسول شي ځکه دوى دخلکو اوحکومت ترمنځ مستقيم خنډ او دغه راز په هيواد کې دحکومت والي دپياوړتيا خنډگرځي. نړيواله ټولنې بايد دافغانانو په نظر اودافغانستان له ګټوسره سم عمل وکړي . جمهوررييس دغه راز وويل چې دالمان له صدراعظمې سره يې موافقه کړې ده چې د ٢٠١١ ميلادي کال په وروستيو کې دې ددغه هيواد په بن ښارکې يو نړيوال کنفرانس جوړشي . دغه کنفرانس به دافغانستان په مشرتوب جوړ او اجندايې هم دافغانستان له خوا برابره شي . په دې کنفرانس کې به دمسووليتونو دليږدونې په بهيرکې دافغانستان برياليتوبونه اوپرمختگونه وڅيړل شي . جمهوررييس په دې باب چې دمسوليتونو دليږدونې بهير به څومره بريالي وي او دا چې افغان امنيتي ځواکونه به ددغو مسوليتونو دمنلو ځواکمني ولري وويل دغه بهير بايد بريالي وي . اودهيواد امنيتي مرکزونه هغې اندازې ته ورسيږي چې دافغانستان دګټو دفاع وکړي اودافغانستان دخلکو ساتونکي وي او هغه کسان چې دهيواد امنيتي ځواکونو دپياوړتيا په برخه کې له موږ سره همکاردي بايد دملي گټوپه چوکاټ کې له موږ سره کار وکړي جمهوررييس ټينګاروکړ چې دافغانستان مساله دې بايد دسولې اوخبروله لارې حل شي اودجګړې لپاره پلمي له منځه يوړل شي . جمهوررييس زياته کړه افغان ملت دې بايد په دې پوه شي چې ددې خاوري ساتنه او امنيت دافغانانو دنده ده ، زه ډاډمن يم چې جګړه کوم ځاى ته نه رسيږي اوزموږ امنيتي قوتونه ددې جرات اوغيرت لري چې خپل هيواد وساتي .. دهيواد جمهوررييس دافغانستان دطبيعي کانونو درايستلو دارزښت اوڅرنگوالي په باب وويل ، چې دافغانستان دطبيعي منابعو ارزښت د دريو تريليونو ډالرو په حدودو کې اټکل شوى دى اوموږ په دې پوه شوي يو چې له دې څخه زيات او په لسگونو تريليونه ډالرو ته ورسيږو . ددغو کانونو په راايستلو کې دنړۍ علاقمندي هم زياته ده خودافغانستان حکومت په دې باب چې دغه کانونه په سمه توگه راوايستل شي مسوول دى نه بهرنيان . له دې امله بايد ترځمکې لاندې منابعو په رايستلو کې دقت وشي او دافغانستان طبيعي منابع دلايبريا ، کامبو او دعاج ساحل دهيوادونو په شان دبدمرغي سبب اودکمپنيودسياليو په ډګر بدلي نه شي . جمهوررييس ددې پوښتنې په ځواب کې چې گني دملي شورا درييس دټاکنې بهير يو لړانديښنې رامنځته کړي دي وويل چې دغه بهير دانديښنې وړ نه دى او دايوطبيعي کار دى او دملي شورا له داخلي طرزالعملونوسره سمون لري او موږ هيله لرو چې ډير ژر پاى ته ورسيږي دغه راز جمهوررييس ژمنه وکړه چې دسنا مجلس انتصابي غړي يې ټاکلي دي او ډير ژريې پارلمان ته معرفي کوي.پای


February 10th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات